د ایراني پوځ ویاند: تېرو ۶ ساعتونو کې مو د صهیونیستي ریژیم لسګونه پوځي او استخباراتي اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۹ کب، ۱۴۰۴ل)

د ایران د وسله‌والو ځواکونو اړوند د “خاتم الأنبياء” ویاند په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، چې د صهیونیستي رژیم پر مهمو حیاتي، امنیتي او پوځي مرکزونو یې په اشغال شوو سیمو کې بریدونه کړي دي.

د ویاند په وینا، په دغو هدفونو کې ستراتیژیک تأسیسات، امنیتي-استخباراتي مرکزونه او پوځي بنسټونه شامل دي چې د رژیم د عملیاتو او قوماندې لپاره مهم بلل کېږي.

نوموړي ادعا کړې، چې بریدونه «دقیق او اغېزمن» وو.
هغه همداراز زیاته کړې چې په سیمه کې د امریکا ۱۸ مهمې پوځي اډې هم د دوی له لوري په نښه شوې دي.

که څه هم د دغو اډو نومونه او دقیق موقعیتونه نه دي په ډاګه شوي، خو سرچینې وایي چې دا هدفونه د منځني ختیځ په بېلابېلو هېوادونو کې موقعیت لري.

د اوښتو زیانونو، مرګ‌ژوبلې او د بریدونو د کچې په اړه تر دې مهاله کره او خپلواکه معلومات نه دي خپاره شوي. امریکايي او اسراییلي چارواکو هم لا د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.

مربوطه مطالب

Back to top button