دفاع وزارت وايي، د «ردالظلم» عملیاتو له پیله تر ۱۵۰ زيات پاکستاني عسکر وژل شوي او تر دوه سوه زيات ټپيان شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ کب، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند مفتی عنایت‌الله خوارزمي ویلي، چې د پاکستان پر پوځي ځواکونو د «ردالظلم» ځوابي عملیاتو له پیل راهیسې، له ۱۵۰ څخه زیات پاکستاني عسکر وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

ښاغلي خوارزمي زیاته کړې، چې د دې عملیاتو په ترڅ کې د فرضي کرښې په اوږدو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د پاکستاني ملېشو ۴۰ پوستې فتحه او له منځه وړل شوې دي.

د خوارزمي په وينا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغان ځواکونو د دښمن ۱۳ نورې پوستې هم فتحه کړي او په دې جریان کې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند همدارنګه وویل، چې د ردالظلم عملیاتو له پیل راهیسې، ۲۸ افغان پوځیان شهیدان شوي او ۴۲ نور ټپیان شوي دي.

دغه عملیات په کندهار، ننګرهار، کونړ، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې ترسره شوي او ګڼ شمېر پوځي تجهیزات د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button