کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ کب، ۱۴۰۴ل)
له بحرین څخه د نړیوالو رسنیو راپورونه وایي، چې د ایران په یوه برید کې د امریکا د هوایي اډې د قوماندې مرکز ویجاړ شوی دی.
هغه ویډیو چې د فارس خبري اژانس له خوا خپره شوې، له لرې واټنه د توغندیو د چاودنو شېبې ښيي.
په ویډیو کې ادعا شوې، چې د ایران د انقلابي ګارډ له لوري د ډرونونو او توغندیو په برید کې د امریکا د قومندانۍ او کارکوونکو ودانۍ ویجاړې شوې او د تېلو ټانکونو اور اخیستی دی.
تر دې وړاندې هم په بحرین کې د امریکا تر واک لاندې سمندري اډې څخه د لوګیو پورته کېدل لیدل شوي وو، خو د دغو پېښو په اړه کره او خپلواکه تایید نه دی شوی.
بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له امریکایي وګړو غوښتي، چې ژر تر ژره له بحرین او همدارنګه د منځني ختیځ له څو نورو هېوادونو ووځي.


















