د بوشهر اټومي بټۍ کې د روسي شرکت فعالیتونه ودرېدل؛ اسراییلو په تهران کې د مشرتابه د مجلس په ناسته د برید ادعا کړې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ کب، ۱۴۰۴ل)

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې دولتي اټومي شرکت «روساتوم» په ایران کې د بوشهر اټومي بټۍ خپلې ټولې چارې، د ساتنې، تخنیکي همکارۍ او عملیاتي فعالیتونه، په ناڅاپي ډول ځنډولي دي.

راپور وايي، دغه پرېکړه د سیمې د روانو پوځي ترینګلتیاوو او پر اټومي تاسیساتو د امنیتي ګواښونو له زیاتېدو سره تړاو لري.

بلخوا، فوکس نیوز د یوه لوړپوړي اسراییلي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې اسراییلو په تهران کې د مشرتابه د مجلس پر یوې پټې ناستې برید کړی دی.

د یاد چارواکي په وینا، دغه ناسته د نوي رهبر د ټاکلو په موخه جوړه شوې وه.

تر اوسه د ایران رسمي سرچینو د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي، او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه لا هم د معلوماتو بشپړ جزئیات نه دي خپاره شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button