کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ کب، ۱۴۰۴ل)
له اسرائیلو راپورونه وایي، چې ایراني ځواکونو پلازمېنه “تل أبیب” کې دفاع وزارت، استخباراتو ودانۍ او بن ګورین نړیوال هوایي ډګر هدف ګررځولي دي.
اسرائیلي رسنۍ ۱۲ د امنیتي چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې ایراني ځواکونو له غږ څو چنده چټک توغندیو باندې یادې سیمې هدف ګرځولي دي.
که څه هم اسرائیلو د ایران وروستیو بریدونو کې د احتمالي مرګ ژوبلي او اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو له تل ابیب راپورونه وایي چې لسګونه زره کسان پټنځایونو ته تښتېدلې او بن ګورین هوایي ډګر د هر ډول الوتکو لپاره تر دویمې خبرتیا تړل شوی دی.
د ویلو ده، چې د ایراني ځواکونو ویاند د بریدونو مسؤلیت منلی او کڼ شمير کسانو ته یې د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.


















