کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ کب، ۱۴۰۴ل)
د سعودي عربستان پخواني استخباراتي مشر او دیپلومات، تركي الفيصل، له CNN سره په مرکه کې ویلي، چې د اسرائیلو او عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عاديسازي موضوع باید هیره شي، ځکه اوسنی کړکېچ د اسرائیلو د لومړي وزیر شخصي جګړه ده.
نوموړي ټینګار کړی چې دا وضعیت د بنیامین نتنياهو د سیاسي موخو له امله رامنځته شوی دی.
ترکي الفیصل چې د سعودي د پخواني پاچا زوی او کلونه د استخباراتو عمومي رئیس پاتې شوی، ویلي چې بنیامین نتنياهو څو ځله امریکا ته سفرونه کړي او په دې توانېدلی چې د امریکا مشرتابه د خپلو دریځونو ملاتړ ته قانع کړي.
د هغه په وینا، نتنياهو هڅه کوي له هغه کورني او بهرني فشار څخه ځان خلاص کړي چې اسرائیل یې په غزه، لوېدیځه غاړه او دننه په سیاسي ډګر کې ورسره مخ کړی دی.
نوموړي ادعا کړې چې نتنياهو غواړي د اسرائیلو اساسي قانون داسې بدل کړي چې له څار او حساب ورکولو پرته خپلې پرېکړې عملي کړي.
د الفیصل په خبره، د جګړې د پراخولو هڅه د دې لپاره کېږي څو د فلسطین په خاوره کې د روانو پېښو څخه د خلکو پام واړول شي.


















