د پاکستاني پوځي رژيم د بریدونو له امله په څلورو ولایتونو کې درې ملکیان شهیدان شوي او درې نور ټپیان دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ کب، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت وايي، د پاکستان پوځي رژیم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په بېلابېلو سرحدي ولایتونو کې پر ملکي وګړو بریدونه کړي چې له امله یې ۳ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.
د فطرت په وینا، په نورستان کې د کامدېش ولسوالۍ په کنډک سه سیمه کې د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي، او په پکتیکا کې د شکین ولسوالۍ د نښتو پر مهال یو ملکي وګړی شهيد شوی او بل ټپي شوی دی.
فطرت زیاته کړې چې په خوست کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله یوه ماشومه ټپي شوې او په کونړ ولایت کې د سرکاڼو، دانګام او شلتن ولسوالیو پر بېلابېلو سیمو د پاکستاني ځواکونو لسګونه د توپ مرمۍ لګېدلې چې له امله یې ولسي خلکو ته مالي زیانونه اوښتي او یو ماشوم هم ټپي شوی دی. نوموړي دا بریدونه د پاکستاني پوځ «جنګي جنایتونه» بللي دي.



