واشنګټن پوسټ: امریکا او اسراییلو د ایران په کرد مېشتو ولایتونو کې بریدونه زیات کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵ کب، ۱۴۰۴ل)
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې امریکا او اسراییلو د ایران د لوېدیځو سرحدي سیمو، په ځانګړي ډول د کرد مېشتو ولایتونو پر ضد خپل هوايي بریدونه زیات کړي دي. راپور وايي، دغه بریدونه د عراق له پولې سره نږدې سیمو کې پر پوځي، امنیتي او حکومتي ودانیو ترسره شوي دي.
د راپور له مخې، د آذربایجان لوېدیځ، کردستان، کرمانشاه او ایلام ولایتونه د بریدونو اصلي هدفونه وو. ویل کېږي چې په دغو بریدونو کې د مهاباد، مریوان، سنندج او کرمانشاه ښارونو د پولیسو ځینې ودانۍ او همداراز د بانه په سیمه کې د ایران د سپاه پاسداران یوه اډه هم زیانمنه شوې ده.
واشنګټن پوسټ د ځینو سرچینو له قوله ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران کردانو ته د پراخ هوايي ملاتړ ژمنه کړې او هغوی یې د تهران د حکومت پر ضد د پاڅون لپاره هڅولي دي. ځینې شنونکي بیا وايي چې یادو بریدونو د ایران پر پوځي وړتیاوو د پام وړ اغېز کړی دی.



