د وعد صادق عملیاتو ۳۲مه څپه؛ ایران پر اسرائیلو پراخ او ځپونکي بریدونه پیل کړل

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ کب، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، ایران د «وعد صادق ۴» پوځي عملیاتو ۳۲مه څپه پیل کړې او په ترڅ کې یې د اسرائیلو پر مهمو پوځي او ستراتیژیکو اهدافو پراخ توغندیز او د بېپیلوټه بریدونه ترسره کړي دي.
سرچینې وایي چې په دغو بریدونو کې د تل ابیب په ښار کې د اسرائیلو د دفاع وزارت ودانۍ او د استخباراتو اړوند مرکزونه په نښه شوي دي.
همدارنګه د حیفا په بندري ښار کې د تېلو سترې زیرمې او ځینې نور حیاتي تاسیسات هم د بریدونو هدف ګرځېدلي دي.
د راپورونو له مخې، د دغو بریدونو له امله په یادو سیمو کې د قوي چاودنو غږونه اورېدل شوي او ځینې ځایونو کې اورلګېدنې هم رامنځته شوې دي.
تر اوسه د مرګژوبلې او د زیانونو د کچې په اړه کره مالومات نه دي خپاره شوې، خو ویل کېږي چې د اسرائیلو په بېلابېلو سیمو کې د خطر زنګونه وهل شوي او خلک خوندي ځایونو ته تللي دي.
ایراني چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو چې د «وعد صادق» عملیات به تر هغه دوام وکړي څو ټاکل شوي اهداف ترلاسه شي.



