امریکا- اسرائیلو ته د ایران ګواښ؛ دردونکو بریدونو ته تیار اوسئ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران سپاه پاسداران ځواکونو تازه خبرداری ورکړی چې دښمن باید د لا دردونکو او هدفمندو بریدونو په تمه وي.

د سپاه په وینا، ایراني ځواکونه د اوږدې او پراخې جګړې لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د سپاه پاسداران ویاند ویلي، چې د ایران د درنو توغندیو، بالستیک او کروز میزایلو، بېلابېلو بې‌پیلوټه الوتکو او سمندري بریدګرو وسایطو زېرمه د داسې جګړې اړتیاوو ته په کتو برابره او پیاوړې شوې ده او د اړتیا په صورت کې به وکارول شي.

مربوطه مطالب

Back to top button