د وعد صادق عملیاتو ۳۳مه څپه؛ سپاه پاسداران تل ابیب په «خیبر» بالستیک توغندیو په نښه کړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ کب، ۱۴۰۴ل)

د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک (سپاه پاسداران) ویلي، چې د «وعد صادق» عملیاتو په ۳۳مه څپه کې یې د صهیونیستي ریژیم پر پلازمېنه تل ابیب درانه توغندیز بریدونه ترسره کړي دي.

د سپاه پاسداران په تازه اعلامیه کې راغلي چې د دې برید پر مهال ۴۰ «خیبر» بالستیک توغندي پر تل ابیب توغول شوي دي.

د یادې اعلامیې له مخې، د دغو توغندیو جنګي سرګلولې شاوخوا یو ټن وزن لري چې د لوړ تخریبي ځواک لرونکي بلل کېږي.

سرچینې وایي چې د توغندیو له توغولو وروسته د تل ابیب په بېلابېلو سیمو کې د خطر زنګونه وهل شوي او د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

تر اوسه د بریدونو له امله د اوښتو زیانونو او مرګ‌ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي، خو سیمه کې د بېړني حالت راپورونه ورکړل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button