کابل د امریکا د ناسم توقیف تور رد کړ وايي د هېڅ هېواد اتباع د معاملې لپاره نه دي نیول شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ کب، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا متحده ایالتونو وروستۍ پرېکړه، چې افغانستان یې د «ناسم توقیف د ملاتړي دولت» په توګه نومولی، د تأسف وړ بللې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د افغانستان حکومت د هېڅ هېواد اتباع د معاملې د وسیلې په توګه نه دي نیولي.

د یاد وزارت په وینا، یو شمېر کسان د نافذه قوانینو د سرغړونې په تور نیول شوي دي چې په ډېری مواردو کې د قانوني پروسې تر بشپړېدو وروسته په عادي ډول بېرته خوشي شوي دي.

بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د تېر یوه کال په جریان کې اسلامي امارت د حسن نیت له مخې د امریکا د ځینو بندیانو د قضیو په اړه مثبت ګامونه پورته کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د قطر دولت په تسهیل د افغانستان او امریکا ترمنځ په بېلابېلو کچو خبرې هم شوې دي او تمه ده چې دا موضوع د رغنده تعامل له لارې حل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button