کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۱۹ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران د پارلمان رئیس “محمدباقر قالیباف” ویلي ،چې هېواد یې د اوربند غوښتونکی نه دی او باور لري چې یرغلګر باید داسې وځپل شي چې بیا هېڅکله پر ایران د برید فکر ونه کړي.
قالیباف نن پر خپله ایکس پاڼه لیکلي:
“موږ قطعاً د اوربند په لټه کې نه یو، ځکه باور لرو چې یرغلګر باید پر خوله ووهل شي څو پوه شي چې بیا هېڅکله پر ګران ایران د یرغل په اړه فکر ونه کړي.”
نوموړي زیاته کړېو چې صهیونیستي رژیم د جګړې، خبرو، اوربند او بیا نوې جګړې په پرلهپسې کړۍ کې خپل بقا ویني، خو د ده په وینا ایران به دا کړۍ ماته کړي.


















