د وعد صادق عملیاتو دوام؛ ایران پر اسرائیلو پراخ او ځپونکي بریدونه پیل کړل

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ کب، ۱۴۰۴ل)

د ایران وسله‌والو ځواکونو د «وعد صادق» عملیاتو په دوام کې پر اسرائیلو پراخ او ځپونکي بریدونه پیل کړي دي.

د راپورونو له مخې، په دې نویو عملیاتو کې د «خیبرشکن» بالستیک توغندي او پرمختللې بې‌پیلوټه الوتکې کارول شوې دي.

سرچینې وایي چې یاد بریدونه د روانو پوځي عملیاتو د دوام برخه ده او په کې ګڼ پوځي او ستراتیژیک اهداف په نښه شوي دي.

په ورته مهال د صهیونیستي ترهګر ريژیم ۱۲ تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، چې لبنان او یمن څخه هم لسګونه توغندي د اشغالي فلسطین په “حیفا” ښار ویشتل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button