کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د صهیونیستي رژیم د کورني امنیت وزیر “ایتامار بن ګویر” د ایران په توغندیز برید کې وژل شوی دی.
د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکو ځواک (سپاه پاسداران) اړوندو رسنیو ویلي، چې نوموړی د ایران د توغندیزو بریدونو پر مهال په نښه شوی دی.
تر اوسه د صهیونیستي ریژیم چارواکو په رسمي ډول د دې خبر په اړه څه نه دي ویلي او خپلواکو سرچینو هم دا راپور نه دی تایید کړی.
دا خبر په داسې حال کې خپرېږي، چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ پوځي ترینګلتیا په وروستیو ورځو کې زیاته شوې او دواړه لوري یو پر بل بریدونه ترسره کوي.


















