کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک (سپاه پاسداران) د عامه اړېکو دفتر اعلان کړی، چې د «وعد صادق ۴» عملیاتو ۳۶مه څپه په بریالیتوب سره ترسره او ګڼو صهیونیستانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یادې اعلامیې له مخې، دغه عملیات د « علي ابن ابي طالب» په نامه سره د اشغالي فلسطین ګڼو سیمو کې پر یو شمېر هدفونو او همدارنګه د امریکایي پوځ پر ځینو اډو ترسره شوي دي.
سپاه پاسداران وایي چې دا بریدونه د روانو پوځي عملیاتو په لړ کې ترسره شوي او ټاکلي هدفونه پکې په بریالیتوب په نښه شوي دي.


















