کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ کب، ۱۴۰۴ل)
د عراق اسلامي مقاومت سازمان (حشدالشعبي) ځواکونو ادعا کړې، چې په کوېټ، اردن، سوریه او بحرین کې یې امریکایي اهداف په نښه کړي دي.
د یادو ځواکونو په وینا، دا بریدونه د سیمې په بېلابېلو ځایونو کې د امریکا پر پوځي تاسیساتو او اړوندو مرکزونو ترسره شوي دي.
سرچینې وایي چې دغه بریدونه د روانو سیمهییزو ترینګلتیاوو په دوام کې ترسره شوي؛خو تر اوسه د یادو هېوادونو یا د امریکا له لوري د بریدونو په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.
د یادونې وړ ده چې په وروستیو ورځو کې د منځني ختیځ په بېلابېلو سیمو کې د امریکایي اشغالګرو پوځي اډو او نورو تأسیساتو بریدونه زیات شوي دي.