کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران وسلهوالو ځواکونو د «رښتینې ژمنې» عملیاتو په لړ کې د اسراییلو پر پلازمینې تل ابیب بریدونه کړي او مهم نظامي اهداف یې په نښه کړي دي.
د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې توغندي او ډرونونه کارول شوي چې د ښار په ځینو برخو کې د چاودنو او اورلګېدنو سبب شوي دي.
تر اوسه د یادو بریدونو د دقیقو زیانونو او مرګژوبلې په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي، خو د اسراییلو د بیړنیو خدماتو ډلې د پېښې سیمو ته رسېدلې او د ژغورنې چارې روانې دي.
په ورته مهال د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” ادعا کړې، چې ۷۰ بالستیک توغندي یې د اشغالي فلسطین په “یافا/ تل ابیب” او حیفا ښارونو ویشتلي او دوښمن ته یې د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.


















