الطاف حسین: پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه اندېښمنوونکي دي او قومانده یې د ټرمپ په لاس کې ده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایم کیو ایم مشر الطاف حسین د پاکستان وروستي هوايي بریدونه پر افغانستان “اندېښمنوونکي او نه توجیه کېدونکي” بللي او له اسلاماباده یې غوښتي چې د شخړو د پراخېدو مخه ونیسي.
حسین ویلي چې دا بریدونه د پاکستاني چارواکو سره د ټرمپ تر لیدنې وروسته پیل شوي او قومانده یې د ټرمپ په لاس کې ده.
نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان باید د بهرنیو ګټو لپاره جګړو ته داخل نه شي او له افغانستان سره سولهیز او ښه ګاونډیتوب وساتي.
همدارنګه، الطاف حسین د افغان کډوالو پر وضعیت هم نیوکه کړې او دا یې دوه ګونی چلند بللی، ځکه له یوې خوا ځینې کډوال ایستل کېږي او له بلې خوا نورو ته د فعالیت اجازه ورکول کېږي، چې د سیمهییز ثبات لپاره خطرناک ګڼي.



