والستریت ژورنال: روسیه د ایران سره د استخباراتي او پوځي همکاریو د پراختیا په حال کې ده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ کب، ۱۴۰۴ل)
د The Wall Street Journal راپور ورکړی چې روسیه د ایران سره د استخباراتي معلوماتو تبادله پراخه کوي او د پوځي همکاریو د ژورولو هڅې کوي.
راپور کې ویل شوي چې روسیه تهران ته د سپوږمکۍ عکسونه او پرمختللې ډرون ټیکنالوژي برابروي، چې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې د عملیاتو لپاره کارول کېږي.
دغه ټیکنالوژي د ایران د پوځي وړتیا په لوړولو کې مهم رول لوبوي.
همداراز راپور څرګندوي چې روسیه د اوکراین جګړې تجربې د ایران د وړتیاوو د پراختیا لپاره کاروي، او د دواړو هېوادونو ترمنځ استخباراتي همکاري د جګړې له پیل راهیسې په پرله پسې توګه ژوره شوې ده.



