سپاه پاسداران: د ریښتینې ژمنې ۶۱مې څپې بریدونو کې تر ۲۳۰ زیات کسان وژل شوي دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک سپاه پاسداران ویلي، چې د ریښتینې ژمنې عملیاتو د ۶۱مې څپې په ترڅ کې یې ۲۳۰ صهیونیستان وژلي دي.
د یادو ځواکونو د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې ۲۳۰ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
سپاه پاسداران زیاتوي، چې یاد عملیات د روانو پوځي اقداماتو په لړ کې ترسره شوي او ښايي په راتلونکو پړاوونو کې بریدونه تر دې خطرناک او ځپونکي وي.



