ایران: د «ریښتینې ژمنې ۴» عملیات په بریالیتوب سره دوام لري

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” اعلان کړی، چې د «ریښتینې ژمنې ۴» عملیات یې د اشغالي فلسطین په ګڼو سیمو او خلیج کې د امریکایي اشغالګرو د اډو پر وړاندې په بریالیتوب سره دوام لري.
د سپاه پاسدازان په وینا، په دې عملیاتو کې د صهیونیستي رژیم اړوند هدفونه په “تل ابیب” بیت شیمش، یافا او اشغالي قدس کې په نښه شوي دي.
همدارنګه سپاه پاسداران ویلي، چې د امریکا پوځ اډې په العدید، علي السالم، فجیره، شیخ عیسی او اربیل کې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله ویشتل شوې دي.
دوی زیاتوي، دا عملیات په بشپړ ډول او په بریالیتوب سره ترسره شوي او اوس یې د امریکایي-صهیونیستي دښمن پر وړاندې د اغېزناکو بریدونو نوې مرحله پیل کړې ده.



