د ایراني پارلمان مشر: ټرمپ د نا امیدۍ له امله هره ورځ څو ځله درواغ وايي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران د پارلمان مشر “محمد باقر قالیباب” ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نا امیدۍ له امله هره ورځ څو ځله دروغ وايي.
نوموړي زیاته کړې، چې امریکایي چارواکو تمه لرله په ۷۲ ساعتونو کې به بریا ترلاسه کړي، خو د ده په وینا اوسنی وضعیت برعکس دی.
هغه ادعا کړې، چې د سیمې ټولې امریکایي اډې د ایران له لوري په نښه شوې دي او د همدې ناکامۍ له امله ټرمپ پرلهپسې ناسمې څرګندونې کوي.



