سهیل شاهین: پاکستان په مذاکراتو نه بلکې جګړه باندې باور لري

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ کب، ۱۴۰۴ل)

په قطر کې د افغانستان سفیر “محمد سهیل شاهین” ویلي، چې له پاکستان سره د مذاکراتو لپاره ډېرې هڅې وشوې؛ خو کومه پایله یې ورنه کړه.

شاهین له یوې هندي رسنۍ سره په خبرو کې زیاته کړې، چې پاکستان اوس د ډیپلوماسۍ پر ځای پوځي لاره غوره کړې؛خو د دې لارې ځواب یې هم لیدلی دی.

د نوموړي په وینا، پاکستان له افغانستانه دا غواړي چې په خپل ټول هېواد کې د ناامنۍ هېڅ پېښه رامنځته نه شي، چې دا ډول تضمین ورکول عملي او رېښتیني نه دي او هېڅوک یې نشي ورکولی.

سهیل شاهین ټینګار کړی، چې افغانستان کولای شي پاکستان ته رسمي لیک ورکړي، چې د افغان خاورې څخه به هغه هېواد ته هېڅ زیان نه رسیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button