پر اسرائیلو د ایران د تېرې شپې بریدونه؛ پراخې ویجاړۍ او درنه مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲ وری، ۱۴۰۵ل)

د راپورونو له مخې، د ایران د تېرې شپې توغندیزو بریدونو په ترڅ کې اسرائیلوکې پراخې ویجاړۍ او درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
سرچینې وایي، دغه زیانونه د «وعده صادق» عملیاتو د ۷۰مې، ۷۱مې، ۷۲مې او ۷۳مې څپو په ترڅ کې اوښتي، چې پکې د تل ابیب په ګډون د اشغالي فلسطین ګڼې سیمې په نښه شوې دي.

اسرائیلي رسنیو ویلي، چې دا بریدونه بې‌ساري وو او د د یمونا اټومي بټۍ په ګډون ګڼ پوځي او غیر پوځي هدف ګرځول شوي، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۳۰ کسان ټپیان شوي او د ډېرو ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

بل لور ته، الجزیرې د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې په دغو عملیاتو کې شاوخوا ۶۰ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button