کابل ټکی کام (شنبه، ۱ وری، ۱۴۰۵ل)
د راپورونو له مخې، ایراني ځواکونو د «وعده صادق ۴» عملیاتو په ۷۰مه څپه کې پر اسرائیلو او عربي هېوادونو اردن، کوېت،قطر، متحده عربي اماراتو او بحرین کې د امریکا پر پوځي اډو پراخ او هممهاله عملیات پیل کړي دي.
سرچینې وایي، په دغو بریدونو کې بالستیک، کروز توغندي، او همداراز انهدامي بېپیلوټه الوتکې کارول کېږې دي، چې ګڼ شمېر پوځي او ستراتېژیک هدفونه یې په نښه کړي دي.
تر اوسه د بریدونو د دقیقو زیانونو او مرګژوبلې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي؛ خو راپورونه وایي چې وضعیت لا پسې ترینګلی شوی او د جګړې د پراخېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.


















