د ریښتینې ژمنې عملیاتو دوام؛ ایراني ځواکونو پر یافا (تل ابیب) پراخ بریدونه پیل کړل

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ وری، ۱۴۰۵ل)
د راپورونو له مخې، ایراني ځواکونو د خپلو پوځي عملیاتو په دوام یو ځل بیا د اشغالي فلسطین پر مهمو سیمو، په ځانګړي ډول د یافا (تل ابیب) پر ښار، پراخ او هممهاله بریدونه پیل کړي دي.
ویل کېږي، چې په دغو بریدونو کې د بالستیک او هایپرسونیک توغندیو تر څنګ پرمختللې بېپیلوټه الوتکې کارول کېږي، چې د صهیونیستي رژیم پر مهمو پوځي او امنیتي اهدافو لګېدلي دي.
سرچینې زیاتوي، چې په دغو بریدونو کې د تل ابیب په شاوخوا کې د پوځ اړوند مرکزونه، د هوايي دفاع سیستمونه او یو شمېر مهم امنیتي تاسیسات په نښه شوي دي.
همداراز د بنګورین نړیوال هوايي ډګر د فعالیتونو د ګډوډېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
بلخوا، د صهیونیستي رژیم رسنیو د دغو بریدونو په اړه د خطر زنګونو د فعالېدو او پناه ځایونو ته د خلکو د تلو خبر ورکړی، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې تر اوسه کره معلومات نه دي خپاره کړي.
ایراني چارواکو ویلي، چې دغه بریدونه د «ریښتینې ژمنې» عملیاتو د دوام برخه ده او ټینګار یې کړی چې تر هغه به روان وي، څو ټاکلي اهداف ترلاسه شي.


