متحده عربي امارات د ځواک له لارې د هرمز تنګي د پرانستلو لپاره چمتووالی ښودلی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ وری، ۱۴۰۴ل)

د وال سټريت جورنال په راپور کې راغلي چې متحده عربي امارات غواړي د متحده ایالاتو او نورو متحدینو سره په ګډه د هرمز تنګي د ځواک په مرسته پرانیزي.

سرچینې وايي، امارات د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړې د تصویب هڅه کوي څو د دې اقدام قانوني بڼه ورکړل شي.

راپور زیاتوي چې ابوظبۍ د دې لپاره بېلابېل نظامي امکانات، لکه د ماينونو لرې کول، ملاتړ او د هوايي ځواک فعالیتونه، ارزوي.

همداراز، متحده عربي اماراتو وړاندیز کړی چې امریکا دې ځینې ستراتیژیکې جزیرې، لکه ابوموسا، تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د شنونکو په باور د اماراتو نوي دریځ د ستراتیژیک بدلون څرګندونه ده، ځکه مخکې یې د ایران سره اقتصادي او سیاسي اړیکې درلودې او حتی د منځګړیتوب هڅې یې کړي وې. اوس، د جګړې له پیل وروسته، ابوظبي د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو لپاره د ځواک کارولو ته تیار دی، چې په سیمه کې د امریکا د ستراتیژیکو اهدافو ملاتړ هم تضمین کړي.

Related Articles

Back to top button