یمني ځواکونو له ایران او حزبالله سره ګډو بریدونو کې د اسرائیلو مهم اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ وری، ۱۴۰۵ل)
د یمن وسلهوالو ځواکونو اعلان کړی، چې د ایران او د لبنان د حزبالله له ځواکونو سره په ګډه یې د اشغال شوي فلسطین په سوېل کې د اسرائیلو پر مهمو او حساسو اهدافو د بالستیک توغندیو بریدونه کړي دي.
د یادو ځواکونو په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، دغه عملیات د “مقدس جهاد جګړې” په لړ کې ترسره شوي او دا د دوی درېیم ګډ پوځي اقدام بلل شوی دی.
د اعلامیې له مخې، بریدونه د بالستیک توغندیو په وسیله ترسره شوي او ټاکلې موخې یې په بریالیتوب سره په نښه کړې دي.
اعلامیه زیاتوي، چې دا عملیات د ایران او د لبنان د حزبالله له “مجاهدینو” سره په همغږۍ ترسره شوي او د مقاومت د جبهاتو د ملاتړ په هدف عملي شوي دي.
د یمن وسلهوالو ځواکونو خبرداری ورکړی، چې که د اسرائیلو لهخوا پر لبنان، ایران، عراق او فلسطین بریدونه او “تیري” دوام وکړي، نو دوی به خپل پوځي عملیات لا پسې پراخ او شدید کړي، تر څو چې بریدونه ودرېږي او کلابندي پای ته ورسېږي.
تر اوسه د اسرائیلو لهخوا د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.



