اخوان المسلمین د افغانستان- پاکستان ترمنځ د مذاکراتو د پیل هرکلی وکړ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ وری، ۱۴۰۵ل)
اخوان المسلمین غورځنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو د پیل هرکلی کړی او دا یې یو مثبت ګام بللی دی.
د یاد ګوند ویاند صهیب مقصود په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې باید د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل شي، نه د تاوتریخوالي او شخړو له لارې.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي هېوادونه باید هوښیار واوسي او اجازه ورنه کړي، چې بهرني ځواکونه لکه امریکا او اسرائیل د دوی ترمنځ اختلافات زیات کړي او د نفرت فضا رامنځته کړي.
د اخوان المسلمین ویاند همداراز د اسلامي امت پر یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې اوسنی وضعیت د دې غوښتنه کوي، څو اسلامي هېوادونه خپلې ستونزې په خپل منځ کې حل کړي او د ګډو ګټو لپاره کار وکړي.



