پر اسرائیلو د ایران،یمن او حزب الله ځپونکي بریدونه روان دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ وری، ۱۴۰۵ل)
راپورونه وایي، چې د ایران، یمن او د لبنان د حزبالله ځواکونو له لوري پر اسرائیلو پرلهپسې او همغږي بریدونه روان دي، چې د صهیونیستي رژیم لپاره یې بېساری امنیتي بحران رامنځته کړی دی.
د معلوماتو له مخې، د ایران له خاورې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو پراخ بریدونه د اسرائیلو پر مهمو نظامي او ستراتیژیکو اهدافو ترسره شوي دي. ویل کېږي، چې په دغو بریدونو کې د هوايي دفاع ځینې سیستمونه هم له ستونزو سره مخ شوي او ګڼ توغندي خپلو هدفونو ته رسېدلي دي.
بل لور ته یمني ځواکونه هم د لرې واټن ویشتونکو توغندیو او ډرونونو په وسیله د اسرائیلو پر بېلابېلو سیمو بریدونه کوي.
د راپورونو له مخې، دغه بریدونه د سره سمندر له لوري ترسره کېږي او د اسرائیلو پر جنوبي سیمو یې فشار زیات کړی دی.
همدارنګه، د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله له سویل څخه پر شمالي اسرائیلو راکټي او توغندیز بریدونه چټک کړي دي. دا بریدونه د اسرائیلو پوځ اړ کړی چې په څو جبهو کې هممهاله دفاعي حالت غوره کړي، چې له امله یې د پوځ تمرکز او توان وېشل شوی دی.
د اسرائیلو د روغتیايي او امنیتي سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، په وروستیو بریدونو کې لسګونه کسان ټپیان شوي او ځینې زیربناوې زیانمنې شوې دي.
سربېره پر دې، د خطر زنګونه په ګڼو ښارونو کې فعال شوي او خلک اړ شوي چې خوندي ځایونو ته ولاړ شي.
شنونکي باور لري، چې د دغو همغږو بریدونو دوام به د سیمې امنیتي وضعیت لا پسې کړکېچن کړي او امکان لري چې جګړه لا پراخه شي. بلخوا، نړیوالې ټولنې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې، خو تر دې دمه د جګړې د درولو کومه نښه نه لیدل کېږي.



