ایران د «۹۲مې څپې» په عملیاتو کې پر حیفا، سعودي او خلیج پراخ توغندیز او ډروني بریدونه کړي/ تفصيلي راپور

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۴ وری، ۱۴۰۵ل)

د ایران امنیتي سرچینې وايي، د «۹۲مې څپې» په نوم توغندويي او ډرون عملیات یې په خلیج او اسرایلو پیل کړي دي.

د فارس خبري اژانس په وینا، په اسرایلو لګېدلو درنو توغندیو لویه برخه د «خرمشهر» ډوله توغندیو ده، چې د بمونو د لېږد وړتیا لري.

د اژانس د معلوماتو له مخې، په حیفا ښار کې د شاوخوا ۵۰ چاودنو غږونه ثبت شوي دي.

تهران ټایمز بيا راپور ورکړی چې دوه توغندي د حیفا د «رمت ډېویډ» هوايي ډګر هغې برخه کې لګېدلي چېرته چې د اسرایلو F-16 الوتکې ساتل کېږي، خو د تلفاتو رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

له بلې خوا، د لبنان حزب‌الله اعلان کړی چې ۶۰ توغنديز بریدونه یې پر اسرایلو کړي دي.

له بلې خوا روغتیا نړیوال سازمان تاییدوي چې په ایران کې ۲۰ روغتیایي مرکزونه د هوايي بریدونو له امله له منځه تللي چې دغه کار د سازمان په وینا د جګړې ښکاره سرغړونه ده.

ایراني سرچینې وايي چې تېره شپه د توپچي او توغندیزو بریدونو له امله ګڼ کسان ټپيان شوي او یو شمېر وژل شوي دي.

دغه راز یو ایراني لوړپوړي چارواکي دعوه کړې چې د سعودي په الخرج سیمه کې د امریکا د «تاد» دفاعي سیستم، چې ارزښت یې یو میلیارد ډالر ښودل شوی، له منځه وړل شوی او دا پېښه د سپوږمکۍ انځورونو له لارې تایید شوې.

همدا راز د تيلو بیې په نړیوال بازار کې لوړ حد ته رسېدلې او ځینې هېوادونو کې د بیرل بیه له ۱۲۰ ډالرو پورته شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button