نیویارک ټایمز: د ایران جګړه کې د ټرمپ دریځ مبهم شوی او واشنګټن له نوو ننګونو سره مخ دی

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۴ وری، ۱۴۰۵ل)
د نیویارک ټایمز په راپور کې ویل شوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د جګړې په اړه له داسې حالت سره مخ دی چې پرېکړې او دریځونه یې روښانه نه ښکاري، ځکه جګړه روانه ده او د پای څرک یې نه لیدل کېږي زياتوي چې د ټرمپ دریځونه په دې شخړه کې څو ځل بدل شوي او د واشنګټن د اوسنیو اقداماتو په اړه پوښتنې ډېرې شوې دي.
راپور زیاتوي چې د ټرمپ وروستۍ وینا د نړیوالو بازارونو د بېباورۍ لامل ګرځېدلې او د همدې شکونو له امله د تېلو بیې شاوخوا اته سلنه لوړې شوې. سرچینه لیکي، که څه هم ټرمپ د جګړې په پیل کې د ایران د حکومت د بدلون ملاتړ کاوه، خو اوس یې دا دریځ بدل کړی او ویلي یې دي چې د رژیم بدلون د امریکا هدف نه دی.
د ورځپاڼې په وینا، د امریکا اداره د جګړې په اړه له یو لړ متضادو اهدافو، اقتصادي فشارونو او نړیوالو نیوکو سره مخ ده.
نیویارک ټایمز زیاتوي چې د واضحه تګلارې نشتوالي د واشنګټن سیاسي او اقتصادي دریځ له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړی دی.



