کابل ټکی کام ۰۹حمل/۱۳۹۵، ارین خان
پچه جنوبي افریقا وګټله، او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه، او سرېلانکا ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
سرېلانکا چې ډېره ورو لوبه وکړه، په شلو اورونو او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۲۰ منډې جوړې وکړې، او جنوبي افریقا ته یې ۱۲۱ منډې هدف وټاکو.
جنوبي افریقا چې ډېره ښه لوبه وکړه، ټاکلی هدف یې په ۱۸ اورونو او د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
د جنوبي افریقا په لوبغاړو کې هاشم املا، ډوپلسي او ډي ویلیرز ښه لوبه وکړه، چې هاشم املا ۵۶، ډوپلسي ۳۱ او ډي ویلیرز ۲۰ منډې جوړې کړې.
جنوبي افریقا او سرېلانکا چې د شل اوریز جام څلور سیالۍ کړي دي، جنوبي افریقا دوې ګټلي او دوې بایللي، او سرېلانکا یوازې یوه لوبه ګټلې ده.
















