موريې په مهربانه غږ وويل.زويه!ناوخته شو پاڅه لمونځ قضاکېږي.
هېواد اړخ بدل کړ، وبه يې کړم وخت شته دى.
نه زويه وخت نشته دادى لمر راخېږي.
هېواد په کټ کې نېغ کېناست. سترګې يې ومښلې، ستوماني يې وويسته مورې!ګرمې اوبه شته؟
هو، په تشناب کې مې تيارې درته ايښي، ژرکوه چې پلاربه دې له جوماته راروان وي.
زرغونې په بخارۍ کې لرګي واچول. په وړو بچيانو يې بړستنې سمې کړې، دتسپو په اړولويې شرو وکړه، لايې نمايي ته نه وې رسولې چې دکوټې ورخلاص شو.
سړيه! راځه بخارۍ ته نږدې کېنه يخ به دې شوى يي.
جاوېد په بخارۍ لاسونه ونيول، هغه دبېلمازه زوى خو اوس راغى، هغه لاټين ورنه دلته پاتې شوى وو؟شرمېږي نه دکلي واړه ماشومان ورنه وختي راغلي وې.
زرغونې ته د جاوېد هره خبره بېل ډول معلومېده.
سړيه څنګه په چپ اړخ راپا څېدلى يې؟ ټوله شپه درسونه وايي، سهار نه شي پاڅېدلى لمونځ خو نه پرېږي، کوي يې.
درس مرس نشته يارانې کوي، ټوله شپه په ټېليفون خبرې کوي.ډېر سربه يې راته نه مېنځې.
زرغونې سرټيټ کړ، زمازړه ته نه لوېږي، چې هېواد دې میین وي.داپوهنتونيان تر ناوخته وېښ وي کوم ملګرى به يې و
هلک نه وو جينۍ وه.
دا څه وايې؟
بېګاه مې په خپلو غوږو ورنه خبرې واورېدې.په ډېرو خو پوه نه شوم؛ خو مستوره مستوره يې ډېره ډېره يادوله.
زرغونه هېښه شوه مستوره؟کومه مستوره؟ستا ورېره که زما؟
په دې زه هم پوه نه شوم چې کومه وه؟
سړيه کومه بله به وي؟
زرغونې وخندل سړيه!څنګه به نه مئينږي دچا زوى دى؟خپله څنګه وې، هره ورځ به په يوه او په بله بهانه راروان وې. تا باندې دا ترور دومره ګرانه نه وه خو؟؟؟؟
جاوېد نرۍ مسکا وکړه هغه خبرې پرېږده.
سړيه!هسې خو هم ورته ښځه کوو. پرېږده چې دده هم دا ارمان پوره شي که هر چانه رېشته وغواړو څوک نه، نه کوي. اخير انجينر دی انجينر!
سهي ده خو ته يې معلومات وکړه چې څوک ده؟
دکلا دور غږ ددواړو خبرې پرې کړې چې ويې کتل هېواد و.
جاوېد وويل ښځې ته يې هغه بلې کوټې ته بوځه او خبره ورسره سپينه کړه.
هېواد لا کوټې ته نه داخل شوى چې مور یې پرې غږ کړ.زويه!ته ودرېږه چې کار مې درسره دى.هېواد پښه نېولى شو او کوټې ته دننه شو.
هېواد حيران ولاړوو مورې خيرت دى؟
هو زويه يوه خبره درته کوم. .زويه درخصتۍ دې لا يوه مياشت پاتې ده ما ويل چې ښځه درته وکړو کله چې فارغ شوې به بيا به واده سره ګورو.
هېواد دا ساعت له خدايه غوښته؛ خو په خوله يې څه نه ويل مورې!يوکال مې پاتې دى چې فارغ شوم بيا به ګورو سره اوس …..
نه زويه موږ په هر څه پوه يو خو ته دا راته ووايه چې کومه مستوره دې خوښه ده؟
دمستورې د نوم په اوريدو هېواد هک پک پاتې شو، چې داخبره خو يې تر اوسه هېچا ته هم نه ده کړې نو دوى څنګه پوه شول؟
نه مورې چې هرڅوک کوئ زه څه نه وايم.تاسې خوښه زما خوښه ده.
نه زويه!زماوريره دې خوښه ده که د پلار دې؟
هېواد سترګې ځمکې ته واچولې مممممورې ستا وريره!
دډزو اوازونو ددواړو خبرې پرې کړې. د هېواد کشرى ورور په منډه راغى مورې! مورې! سليم ته يې دستمال راوړ او د ايوب ماما لور مستوره يې ورته وکړه.

















