کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۶ وری، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په نوښت د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» غونډه د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ په کابل کې پیل شوه. په غونډه کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو لوړپوړي استازي ګډون لري.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد تکل ویلي، په دې ناسته کې به پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو ترڅنګ د سیمهییزو همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا په اړه هم بحثونه وشي.
تکل زیاته کړې چې د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو عملي ښکېلتیا او د همکارۍ پر بنسټ جوړې شوې فرصتمحورې تګلارې د متقابل اعتماد او ګډې سیمهییزې همکارۍ یوه بریالۍ بېلګه ده.


















