کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۶ وری، ۱۴۰۵ل)
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د اوزبیکستان د درملو د صنعت د پراختیا ادارې له رییس عبدالله عزیزوف او ورسره پلاوي سره لیدلي، چې پکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي اړیکو د لا پراختیا او د درملو په برخه کې د ګډو همکاریو پر زیاتوالي ټینګار شوی دی.
ښاغلي عزیزي د دوه اړخیز تجارت د ۵۰ سلنه زیاتوالي یادونه کړې او ویلي یې دي چې د باکیفیته درملو وارداتو، د کیفیت کنټرول او مناسب قیمت لپاره ګډ کار اړین دی او له اوزبیکي شرکتونو يې غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او په ګډه د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا برخه کې فعاله ونډه واخلي.
د اوزبیکستان د پلاوي مشر عبدالله عزیزوف د افغانستان امنیتي وضعیت د پانګونې لپاره مناسب بللی او ویلي یې دي چې د درملو په برخه کې د ۲۰ سترو شرکتونو استازي ورسره دي چې په افغانستان کې پانګونې ته لیوالتیا لري.
هغه د دواړو هېوادونو د ادارو ترمنځ د ګډ تخنیکي کاري ډلې د جوړېدو، د درملو د لویو وېش مرکزونو د رامنځته کولو او د دواړو حکومتونو ترمنځ د نږدې همکارۍ غوښتنه کړې.


















