کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۶ وری، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۲۲مې څخه د اپرېل تر ۴مې پورې د پاکستاني پوځي رژیم په بریدونو کې ۷۶۱ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۶۲۶ نور ټپیان دي.
د نوموړي په وینا، په هغو سیمو کې چې بریدونه پرې شوي، ۱۱۴۰ کورونه، ۲۵۶ دوکانونه، ۴۲ موټر، ۶۶۱ څاروي، ۳۴ جوماتونه، ۱۳ ښوونځي، ۱۳ مدرسې او درې روغتیايي مرکزونه ویجاړ شوي دي.
فطرت زیاته کړې چې تر اوسه له یادو بریدونو وروسته له ۲۷ زرو ډېرې کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه شوې دي، او زیانمنو شویو سیمو ته د بشري مرستو رسولو اړتیا تر هر وخت ډېره ده.


















