کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۶ وری، ۱۴۰۵ل)
د ايران د خاتمالانبیا (ص) د مرکزي قرارګاه ویاند وايي، د نسکورې شوې جنګي الوتکې د پيلوټ د ژغورلو لپاره د امريکايي ځواکونو هڅه ناکامه شوې زياتوي په دې عملیاتو کې دوه بلاکهاوک چورلکې او یوه سي–۱۳۰ پوځي ترابري الوتکه د سپاه پاسداران ځواکونو په برید کې نسکورې او له منځه وړل شوي دي.
دغه راز د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې، چې تېرو څو ورځو کې یې څلور پرمختللې امریکايي بېپیلوټه الوتکې د اصفهان په فضايي حریم کې نسکورې کړي دي.
سربېره پر دې، ویل شوي چې یوه بله امریکايي الوتکه، چې د تېرې ورځې د ایف–۳۵ نسکورې شوې الوتکې د پيلوټ د لټون لپاره راغلې وه، د اصفهان په سوېل کې له منځه تللې ده.


















