کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۶ وری، ۱۴۰۵ل)
د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو د استازو ترمنځ د مشورتي غونډې په خبرو کې ویلي، (د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو عملي ښکېلتيا، په همکارۍ بنا او فرصت محوره کړنلارې په سیمه ییزه کچه د متقابل اعتماد او ګډې همکارۍ یوه بریالۍ بېلګه ده.) د متقي په خبره، (دغه ښکېلتیا پر سیاسي تعامل او اقتصادي همکاریو ټینګار کوي.)
بهرنیو چارو وزیر دغه راز ویلي، (افغانستان د منځنۍ او سوېلي اسیا د نښلولو هڅه کوي او د دې لپاره د افغان ټرانس رېل کرښه لومړیتوب لري، د کاسا زر او ټاپي کارونه هم په چټکۍ روان دي.) د متقي په خبره: (موږ غواړو په سیمه ییزو ټرانسپورټ، رېل پټلۍ او د چاپېریال ساتنې په پروګرامونو کې فعاله ونډه ولرو زياتوي چې په شانګهای سازمان کې د افغانستان د څارونکي غړیتوب څخه د سیمې هېوادونو ملاتړ زموږ لپاره خورا مهم دی.
متقي د امنیتي ننګونو یادونه هم کړې او ویلي، (د ځینو ویجاړونکو عناصرو لکه داعش ډلې ګواښونه، د نشه یي توکو قاچاق، غیرقانوني کډوالي او پلان شوي جرمونه زموږ ګډې اندېښنې دي په وينا يې د افغانستان امنیتي ادارو په دې برخه کې جدي ګامونه اخستي او د هغو کسانو پر وړاندې یې پر وخت اقدام کړی چې غوښتل یې زموږ دوستانه اړیکې زیانمنې کړي.)
د ښاغلي متقي په خبره، (د افغانستان اسلامي امارت بهرنی سیاست د توازن او اقتصاد محورۍ پر اصل ولاړ دی چې پر اسلامي ورورولۍ، ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او همکارۍ ټینګار کوي او په دې پالیسۍ کې د منځنۍ اسیا هېوادونه ځانګړی ځای لري.)


















