کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۷، وری، ۱۴۰۵ ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا ویاند “ابو عبیده” په خپله تازه وینا کې ویلي، چې دوی له یوه ښکاره او پراخ وسلهوال برید سره مخ دي، چې د ده په وینا د ملګرو ملتونو منشور تر پښو لاندې کوي.
هغه زیاته کړه، چې دښمن خپل پوځي عملیات یوازې غزې ته محدود نه دي ساتلي، بلکې لبنان، یمن او د سیمې نورو برخو ته یې هم پراخ کړي دي.
نوموړي پر لبنان وروستي بریدونه د اوږدمهالو سرغړونو پایله وبلله او ویې ویل، نړیواله ټولنه دوهمخیز چلند کوي، ځکه د فلسطینیانو پر وړاندې له سخت دریځه اقداماتو سره سره چوپ پاتې ده.
هغه د فلسطیني بندیانو په اړه د اعدام قانون هم وغانده او دا یې د نړیوالو لپاره د شرم وړ پرېکړه وبلله
ابو عبیده ټینګار وکړ، چې که څه هم دښمن پرمختللې وسلې لري، خو د دفاعي توان له کمېدو سره به ماتېدونکی وي. هغه خبرداری ورکړ، چې د فلسطیني مقاومت پر وړاندې د منځګړو له لارې فشار راوستل خطرناک دي او باید پر مقابل لوري فشار زیات شي څو د هر ډول احتمالي تړون لومړۍ مرحله بشپړه شي.
هغه همداراز وویل، چې د اقصی جومات او فلسطیني بندیانو پر وړاندې هر ډول اقدام به بې ځوابه پاتې نه شي او د لویدیځې غاړې او بیتالمقدس له خلکو یې وغوښتل چې د اقصی جومات ملاتړ وکړي.
نوموړي د نړۍ له خلکو هم د فلسطین په ملاتړ د لاریونونو غوښتنه وکړه.
ابو عبیده دغه راز د سیمې وروستي بریدونه د «طوفان الاقصی» د عملیاتو دوام وباله، د لبنان پر روان وضعیت یې نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ چې جګړه به د دوی د اهدافو خلاف پای ته ونه رسېږي او د سیمې د عاديسازۍ هڅې به ناکامې شي.
په پای کې ابوعبیده د ایران په اسلامي جمهوریت د امریکا او صهیونیستي ریژیم یرغل په کلکو ټکو غندلی، د ایران د ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه ای او نورو مشرانو په شهادتونو یې خفګان ښودلی او د اشغالګرو پر وړاندې یې د ایران د وسله والو ځواکونو دقیق دفاعي اقدامات ستایلي او د بریا هیله یې څرګنده کړې ده.


















