کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ وری، ۱۴۰۵ل)
د امریکا دیموکراټ سناتور برني سنډرز د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې خپرې کړې، هغه څرګندونې چې پکې د امریکا ولسمشر د هرمز تنګي د وضعیت په تړاو له سختو ګواښونو او تندو الفاظو کار اخیستی.
ټرمپ تېر ماښام په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې «د ایران لخوا د هرمز تنګي یې نفس تنګ کړی» او ادعا یې کړې چې «سه شنبه به په ایران کې د برېښنا تأسیساتو، پلونو او هر څه د ویجاړولو ورځ وي، هېڅ به هم پخپل حال پاتې نشي.»
ټرمپ په همدې څرګندونو کې د هرمز د تړل کېدو په غبرګون لیکلي: «دغه لعنتي هرمز تنګی پرانېزئ، ای لیونیو حرامیانو، کنه هر څه به درته جهنم شي، فقط ننداره کوئ.»
سنډرز د دغو څرګندونو په خپرولو سره ویلي چې له ایران سره د جګړې له پیل یوه میاشت وروسته د ټرمپ دا ډول خبرې د «یو خطرناک او رواني توګه نا متوازنه کس بېمسؤلیته څرګندونې» دي. هغه ټینګار کړی چې کانګرس باید «همدا اوس اقدام وکړي» او جګړه پای ته ورسوي، څو د ولسمشر توند دریځ د سیمې او نړۍ امن ته لا زیان ونه رسوي.


















