کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” سمندري ځواکونو اعلان کړی، چې د هرمز ستراتیژیک تنګی به نور هېڅکله هم خپل پخواني حالت ته بېرته و نه ګرځي.او په سیمه کې د نویو بدلونونو خبر ورکوي.
سپاه پاسداران پر خپلې رسمي پاڼې لیکلي، چې دغه تنګی به په ځانګړې توګه د امریکا او اسراییلو لپاره نور د پخوا په څېر نه وي او دوی په فارس خلیج کې د نوي نظم د رامنځته کولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د یادو ځواکونو په وینا، ایراني چارواکي په سیمه کې د بدلونونو پراخ پلان لري او سمندري ځواکونه یې د دې پلان د عملي کولو لپاره تیار دي.
بلخوا، د امریکا ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا ایران ته خبرداری ورکړی، چې د هرمز تنګی دې بېرته پرانیزي او د نړیوالو اوبو کې د تګ راتګ خنډونه دې لرې کړي.
د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي، چې د نړیوالې انرژۍ د لېږد ستره برخه ترې تېرېږي او هر ډول کړکېچ پکې کولای شي نړیوال اقتصاد او امنیت اغېزمن کړي.


















