ولسمشر ابراهیم تراوري: لویدیځ ریښتینی اخلاق نه لري له ذهني استعمار څخه یې د خلاصون وخت دی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ وری، ۱۴۰۵ل)
د بورکینا فاسو ولسمشر “ابراهیم تراوري” یوځل بیا لویدیځو هېوادونو ته په تندو څرګندونو کې ویلي، چې هغوی ثابت او رښتینی اخلاقي دریځ نه لري او د نورو هېوادونو په اړه دوه ګونی چلند کوي.

نوموړي ویلي: «لویدیځ ریښتینی اخلاق نه لري، یوه ورځ به تاسو د دوی په سترګو کې ترهګر یاست او بله ورځ به اتل.» هغه ټینګار کړی، چې دا ډول چلند د نړۍ د ملتونو پر وړاندې د سیاسي ګټو پر بنسټ ولاړ دی، نه پر اصولو.

تراوري زیاته کړې، چې اوس وخت رارسېدلی، څو هېوادونه د لویدیځ له “ذهني استعمار” څخه ځانونه خلاص کړي او خپلواک فکر او پرېکړې خپله وکړي.

د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په وروستیو کلونو کې په افریقا کې د لویدیځ پر سیاستونو نیوکې زیاتې شوې دي، او یو شمېر مشران د سیاسي او اقتصادي خپلواکۍ غوښتنه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button