کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ وری، ۱۴۰۵ل)
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران او امریکا ترمنځ د وربند په اړه تازه پرمختګونه رامنځته شوي، چې ورسره هممهاله د امریکا ولسمشر ټرمپ له اسرائیلو غوښتي، څو پر ایران خپل بریدونه ودروي.
د راپورونو له مخې، د یو تلپاتې اوربند هڅې د سیمې د وضعیت د کنټرول او د نورو جګړو د مخنیوي لپاره روانې دي، خو لا هم د دواړو لورو له خوا په رسمي ډول د موقت اوربند بشپړ جزیات نه دي خپاره شوي.
د اسرائیلو ۱۲ تلویزیوني شبکې هم خبر ورکړی، چې اسرائیلو هم پر ایران د بریدونو درولو ته چمتوالی نیسي.
په ورته مهال د عراق اسلامي مقاومت سازمان “حشدالشعبي” هم ویلي، چې د دوه اوونیو لپاره به پر امریکایي موخو بریدونه نه کوي؛ خو د یمن وسله والو ځواکونو او حزب الله غورځنګ لا په دې اړه څه نه دي ویلي.


















