کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ وری، ۱۴۰۵ل)
د ننګرهار د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، تېره شپه شاوخوا درې بجې د خوږياڼو ولسوالۍ د مرکي خېلو کمې ترمۍ سيمه کې د عزيزالله کور ړنګ شوی دی.
د سرچینې په وینا په پېښه کې اووه تنه، چې پکې د عزيزالله پنځه ماشومان، یوه نږور او لمسۍ شامل دي، شهـيدان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تیرو څو ورځو راهيسې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په شمول په بېلابېلو ولسوالیو کې سېلابونو سلګونه جريبه ځمکه تخريب، لسګونه کورونه ويجاړ کړي او خلکو ته يې درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.


















