کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” په یوه تازه اعلامیه کې د خپلې بریا اعلان کړی او ادعا یې کړې، چې امریکا او اسرائیلو په وروستیو جګړو کې ماته خوړلې ده.
په اعلامیه کې راغلي، چې یادو ځواکونو د خپلو پوځي عملیاتو له لارې پر دښمن فشار راوستی او هغوی یې دې ته اړ کړي، څو د ایران ټول وړاندې شوي شرطونه ومني.
سپاه پاسداران زیاته کړې، چې دا بریا د ایران د ولس، پوځ او مقاومت محور د ګډو هڅو پایله ده او دا به د سیمې پر سیاسي وضعیت ژور اغېز ولري.


















