پر لبنان د اسرائیلو بریدونه؛ یمني ځواکونو یې غبرګون کې په اشغالي فلسطین پراخ بریدونه کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ وری، ۱۴۰۵ل)
راپورونه وایي، چې د اسرائیلو له لوري پر لبنان د بریدونو د دوام په غبرګون کې یمني ځواکونو پر اشغالي فلسطین پراخ بریدونه ترسره کړي دي.

د معلوماتو له مخې، دغه بریدونه د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله ترسره شوي، چې یو شمېر مهم صهیونیستي هدفونه یې په نښه کړي دي.

یمني ځواکونو ویلي، چې دا اقدام د لبنان د ملاتړ او د اسرائیلي بریدونو د غچ اخیستنې په موخه ترسره شوی، او ټینګار یې کړی چې د اسرائیلو د هر تېري پر وړاندې به خپل د غچ اخیستنې عملیاتو ته دوام ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button