هغه کوم شرطونه دي چې ایران په مذاکراتو کې غوښتنه کړې؟ دلته يې ولولئ 

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۳ وری، ۱۴۰۵ل)

د «روسین پرس» خبري اژانس د راپور له مخې، ایران په اسلام‌اباد کې له امریکا سره د مذاکراتو پر مهال داسې شرطونه وړاندې کړي چې د جګړې د بریا په څېر تعبیر شوي دي.

د راپور له مخې، ایران د هرمز تنګي پر مهمو اوبو لارو د کنټرول او د تېرېدو د فیس ټاکلو غوښتنه کړې، همداراز یې د جګړې د تاوانونو د جبران غوښتنه هم مطرح کړې چې باید اسراییل او ځینې د سیمې هېوادونه یې ورکړي.

سربېره پر دې، تهران غوښتنه کړې چې د سولې هر ډول هوکړه دې د ملګرو ملتونو له لارې تضمین شي.

په راپور کې دا هم راغلي چې ایران د خپل اټومي پروګرام د سوله‌ییز دوام ټینګار کړی او د غني شوي یورانیمو د نه سپارلو دریځ یې څرګند کړی. همداراز غوښتنه شوې چې اسراییل دې په لبنان کې پر حزب‌الله خپل بریدونه ودروي او ایران ته دې د راتلونکو بریدونو پر نه ترسره کېدو تضمین ورکړل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button