ایران: د خبرو بل پړاو نشته؛ امریکا د مذاکراتو پرېښودو ته پلمه لټوله

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۳ وری، ۱۴۰۵ل)

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران مذاکره‌کوونکي ټیم ته نږدې یوې سرچینې ویلي چې په اسلام‌اباد کې د امریکا پلاوي د خبرو پرېښودو لپاره پلمه لټوله او په مذاکراتو کې یې جدي نرمښت نه ښود.

سرچینې ویلي، امریکا هڅه کوله له دغو خبرو خپل نړیوال حیثیت ښه کړي، خو د خپلو غوښتنو په کمولو کې یې هېڅ لېوالتیا نه درلوده، سره له دې چې خبرې له ستونزو او ځنډ سره مخ وې.

د یادې سرچینې په وینا، ایراني پلاوي د خپل هېواد ګټې خوندي ساتلې دي او دا مهال ایران د مذاکراتو د نوې دورې لپاره کوم پلان نه لري.

مربوطه مطالب

Back to top button